آیا داسې اتلان به بیا پیداشي ؟
حضرت خالد بن الوليدرضی الله تعالی عنه په ډېره ميړانه پرله پسې فتوحات وكړل، د فتوحاتو لړۍ د عراق څخه پيل او ترشام ورسيده او په پاى كې يې ديرموك په جګړه كې برى تر لاسه كړ.
كله چې د خلافت چارې حضرت عمر رضی الله تعالی عنه ته وسپارل شوې, د هغه لومړى كار داو چې حضرت خالدرضی الله عنهد لښكر له مشرۍ څخه ګوښه كړي, او د هغه پر ځاى حضرت ابو عبيده بن الجراح رضی الله تعالی عنه د لښكر مشر وټاكي ،سوال دادى چې ولې حضرت خالد رضی الله تعالی عنه وروسته لدې چې ستر برياليتوبونه يې لاس ته راوړل له دندې ګوښه كړل شو؟
په دې اړه د هغه خلكو لخوا چې هرڅه او په تيره هغه واقعات چې د صحابو تر منځ پيښ شوې دي، په مادي معيارونو تلي, زياتې خبرې شوې دي.
استاد عقاد د ګوښه كولو لامل بيانوي:
(ځينې خلكو د ګوښه كولو لامل دا په ګوته كړى، چې ګواكې دا د سيالانو سيالي وه، ځينې نور وايي چې حضرت خالد پرته له كومې خطا او تيروتنې څخه ګوښه كړل شو ،او ځينې بيا داسې وايي چې دا د حضرت عمر او حضرت خالد تر منځ پخوانۍ كومه ستونزه پرته وه، او لدې پرته د هغه د ګوښه كولو لپاره هيڅ كوم ښكاره لامل نه و، او له هغه څخه كومه داسې خطا صادره شوې نه وه، چې ټول مسلمانان د هغه له دغه ميړانو او پرله پسې برياليتوبونو څخه د هغې په بدل كې محروم شي.
بيا وايي ( كه څوك غواړي چې د خپلو ګمانونو نيلى په دې ډګر كې وځغلوي، كولاى شي چې دا هم ومني چې حضرت عمر هغه له كومې خطا څخه پرته ګوښه كړ,، ځكه چې حضرت عمر ددغه ستر سرلښكر حيثيت او كرامت په خپله خوندي كړى دى او وروسته لدې چې د هغه د ګوښه كولو په اړه راپورته شوې غوغاوې غلې شوې ،خلك يې په دغه پيښه كې له غږيدو څخه منع كړل او ټولو ښارونو ته يې دا وليكل، چې هغه يې د كوم خيانت او يا بل ناوړه لامل پر اساس ندى ګوښه كړى،. بلكې ددې لپاره يې ګوښه كړ, چې خلك د هغه د پرله پسې برياوو په كتنه په فتنه كې ونه لويږي)
بيايې داوفرمايل: زه وويريدم چې خلك به په ده دومره ډاډه او غره شي چې په فتنه كې به ولويږي او د بري اصلي لامل به همدى وګڼي, لدې كبله مې وغوښتل چې خلك په دې وپوهوم چې د برياوو اصلي څښتن الله تعالى دى او هرڅه د الله تعالى لخوا كيږي.
كله چې حضرت خالد د لامل پوښتنه وكړه ،حضرت عمر رضى الله عنه ورته وفرمايل: خلك ستا په اړه په فتنه كې وغورځيدل, زه وويريدم چې د خلكو د ويناوو لامله په فتنه كې ونه غورځيږې، حقيقت خو دادى چې خبره ډېره اّسانه وه, هيڅ ډول غوغا نه وه راپورته شوې, نه د حضرت خالد لښكر كوم سرغړاوى كړى و، او نه هم حضرت خالد كومه انديښنه رامنځ ته كړې وه, داځكه چې حضرت خالد د حضرت عمر په اړه پوره ډاډمن و، هغه پوهيده چې عمر رضى الله عنه د مسلمانانو چارواكى دى، او پر ده لازمه ده چې د هغه خبره ومني او غاړه ورته كيږدي، ترڅو چې ده ته يې د ګناه اومعصيت امر نه وي كړى. بل پلوته حضرت خالد دغه ټول كارونه او اعمال يوازې د الله تعالى د رضا د لاس ته راوړلو په خاطر سرته رسول او د هيڅ ډول منصب او مشري غوښتنه يې نه درلوده،, كه د لښكر په وروستۍ برخه كې به و، او كه په لومړي سركې،, دا ټول ورته يو شان وو،, ددې خبرې هيڅ پروايې نه درلوده، چې هغه مشر دى او كه د لښكر عادي غړى,! همدا د اخلاص نښه وه او همدا د اّخرت د كاميابۍ غوښتنه ده او په دې كې هيڅ شك نشته چې د حضرت خالد په زړه كې لدې پورته د بل شي غوښتنه نه وه ،له همدې كبله يې خپل لښكر ته د خپل زړه حال پدې ټكو كې څرګند كړى دى: ( ماته له هغه شپې څخه چې يوه ښكلې ناوې راته په كې ډالۍ شي، داسې ناوې چې زه ورسره مينه لرم,، او يا له هغه شيبو څخه چې ماته په كې د زوى زيرى راكړل شي,، ډېر غوره بريښي چې د الله تعالى په لار كې د مهاجرينو د يو لښكر سره يوه داسې سړه شپه تيره كړم ،چې سهار وختي پر دښمن يرغل وكړم ،نو تاسې جهاد مه پريږدئ)امام احمد بن حنبل په يو روايت كې د عبدالملك بن عمير څخه ددې موضوع په اړه رانقلوي: ( حضرت عمر ابو عبيده بن الجراح د شام د لښكر مشر وټاكه، او خالد بن الوليد يې ګوښه كړ, حضرت خالد وويل: تاسې ته يې ددغه امت امين را استولى دى. ما دا خبره له رسول الله څخه د ابو عبيده په اړه اوريدلې ده، حضرت ابو عبيده وويل: رضی الله تعالی عنه ماله رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې فرمايل يې: ( خالد د الله تعالى له تورو څخه يوه توره, او د خپلې كورنۍ غوره ځوان دى)
امام طبري په خپل تاريخ كې روايت كوي (حضرت ابو عبيده رضی الله تعالی عنه د خالد رضی الله تعالی عنه د ګوښه كيدو مكتوب سل ورځې وروسته لدې چې ابو عبيده ته ورسيد, خالد ته وسپاره, كله چې حضرت خالد ولوسته را روان شو او ابو عبيده ته ورغى ويې فرمايل:
الله تعالى دې تاته بښنه وكړي تاته د اميرالموْمنين مكتوب رارسيدلى دى او ته ما نه خبروې او په ما پسې لمونځ كوې پداسې حال كې چې مشري خوستا ده؟ ابوعبيده وفرمايل: الله تعالى دې تاته هم بښنه وكړي ما غوښتل چې زما څخه وړاندې بل څوك تاته دا خبر در كړي مانه غوښتل چې تا( د ابوبكر صديق د مړينې په خبر سره) لازيات غمجن كړم, غوښتل مې چې حالات عادي شي بيامې اراده وه چې تا خبر كړم. زه د دنيا مشري نه غواړم او نه ددنيا لپاره كار كوم, دا څه چې ګورې ټول له منځه تلونكى دي, ما او تاسره وروڼه يو او د الله د امر ساتنه او پلي كونه راسپارل شوې ده. دا هيڅ پروا نلري، چې ديو شخص ديني او دنيوي چارې د هغه يو مسلمان ورور ته وسپارل شي، بلكې كيداى شي چې دغه مشر تر ټولو زيات فتنو ته ورنژدې وي, او په خطا او تيروتنه كې پريوزي ،مګر هغه چې الله تعالى يې په خپل احسان سره وساتي, او داسې خلك ډېر لږ دي.
كله چې د خالد رضی الله تعالی عنه او ابو عبيده رضی الله تعالی عنه په څير د اتلانو ترمنځ دغه پيښه وګوري, زړونه ورته رپيږي, او سترګې اوښكې بهوي دا هغه اتلان دي ،چې د اسلام دښمنان غواړي, زمونږ په ذهنونو كې يې تت او پيكه كړي او ددوى په اړه زمونږ ډاډ او اطمينان متزلزل كړي. او په خواشينۍ سره داهم وايو چې يو شمير په نامه مسلمان ليكوالان هم د همدوى په پل روان دي په داسې حال كې چې د اسلامي تاريخ په اړه هيڅ ډول معلومات نلري, دا هرڅه ددې لپاره كيږي ترڅو مسلمانان د خپل وياړلي تاريخ څخه وشلوي او د ځان لپاره د اقتداء او پيروي بيلګه ونه مومي.
له دې وروسته مونږ په ډاګه د اوايو چې عمر فاروق رضى الله عنه ددې لپاره حضرت خالد رضی الله تعالی عنه له دندې ګوښه كړ، چې ځينې د ضعيف ايمان لرونكي مسلمانان د هغه په دغه اتلوليو تيرنه وځي او داګمان ونكړي چې كه خالد د لښكر مشر نه وي نو دغه برياليتوبونه به هم نه وي او داخبره د اسلام د سوچه عقيدې سره اړخ لګوي او حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خورا زيات باريك بين و,، هغه دا نشوه زغملاى چې په دې سره دې د مسلمانانو عقيدې ته څه زيان ورسيږي له همدې كبله يې خورا په اّسانۍ سره حضرت خالد ګوښه كړ له هغې وروسته هم د مسلمانانو برياليتوبونه روان و او حضرت خالد د ابو عبيده په لښكر كې د يوټولي مشر و هيڅ ډول سستي په كې پيدا نشوه او نه يې خپل احساسات او انګيزه له لاسه وركړه او لږ وروسته به د دمشق په فتح كې د هغه دريځ وګورو.
كله چې د روميانو لښكر ماتې وخوړه هغوى د دمشق خواته ولاړل او هر قل انطاكيې خواته په شا شو،,د روميانو لښكرې كرار كرار د اردن لوري ته وخوځيدې او تقريباً اتيا زره لښكر د اردن فحل په سيمه كې راټول شو،, ابو عبيده حيران شو، چې اوس كوم پلوته ولاړ شي؟ د دمشق په لور وخوځيږي او هلته مركز ونيسي او كه د فحل لوري ته راوګرځي.
اميرالموْمنين حضرت عمر ته يې دغه ستونزه وليكله او له هغه څخه يې لارښوونه وغوښته، د حضرت عمر له خوا ورته يو داسې ځواب راغى، چې ګواكې هغه دغه دريځ له ډېر نژدې څخه تعقيب كړى دى هغه ورته وليكل (په دمشق پيل وكړه،, ځكه چې هغه د شام كلا ده او درومي سلطنت اساسي خونه بلل كيږي ،د هغې لوري ته وخوځيږه اود فحل په سيمه كې راټول شوى لښكر په يو څو اّسونو بوخت وساته، چې د هغوى مخې ته ځان ورښكاره كړي ،كه چيرې الله تعالى له دمشق څخه وړاندې دغه سيمه فتحه كړه ،نو همدا خو زمونږ خوښه ده او كه چيرې دمشق ترې مخكې فتحه شو،هلته څوك سرپرست پريږده او ته د خپل لښكر سره د فحل خواته ولاړ شه ،د فحل د فتحه كيدو وروسته ته او خالد يو ځاى د حمص لوري ته وخوځيږئ ، عمر و بن العاص او شرحبيل بن حسنه د اردن او فلسطين په سيمو كې پريږدئ.
په رښتيا چې حضرت عمر او د هغه د شورى غړو د جګړې حالات په ډېره دقيقه توګه څارل, اود جګړو د پراختيا سره سره يې پر هغې ډېر ژور نظر ساته.
د لويديځ يو نامتو تاريخ پوه” ارنولد توبني” په خپل كتاب ” اسلامي دعوت” كې ددې جګړې په اړه ليكلي دي: ( كله چې اسلامي لښكر د اردن سيمې ته ورسيد او ابو عبيده دفحل په سيمه كې واړول د سيمې مسيحي اوسيدونكو عربو مسلمانانو ته وليكل: اې مسلمانانو! تاسې زمونږ لپاره د روميانو څخه غوره ياست ،كه څه هم چې د روميانو سره زمونږ دين شريك دى, ،تاسې له مونږ سره وفادار ياست, تاسې پر مونږ ډېر زړه سوى لرئ او پر مونږ ظلم او تيرى نه كوئ ،ستاسې حكومت زمونږ لپاره ډېر ښه دى، خو دوى زمونږ په سيمو او چارو غلبه كړې ده…
د حمص د ښار اوسيدونكو د هرقل د لښكر پرمخ د ښار دروازې وتړلې, او مسلمانانو ته يې وليكل چې ستاسې حكومت او عدالت د دوى لپاره د روميانو د ظلم او تيري څخه ډېر غوره دى).
“اسلامي تاريخ ګام په ګام” څخه
افغانستان